د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې، د امریکا د دترکیبې جګړې پر وړاندې نوی ائتلاف جوړوو

0
144

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې، د امریکا د دترکیبې جګړې پر وړاندې نوی ائتلاف جوړوو

لاوروف څرګنده کړې، دا چې د امریکا جګړه به تر کوم وخت پورې دوام وکړي وړاندویینه یې سخته ده خو په پوره باور سره باید وویل شي چې د دې جګړې درانه عواقب به نه یوازې روسیه، چین او هند بلکې ټول هېوادونه احساس کړي.

 

(2022 / 5 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې هېواد یې د امریکا د بشپړې ترکیبي جګړې پر وړاندې یو نوی ایتلاف جوړوي.

هغه زیاته کړې ده چې د یو ایتلاف تر جوړېدو پورې به روسیه، هند او چین د امریکا د ظالمانه بندیزونو پر وړاندې ودرېږي او خپل مقاومت ته به دوام ورکړي.

لاوروف څرګنده کړې، دا چې د امریکا جګړه به تر کوم وخت پورې دوام وکړي وړاندویینه یې سخته ده خو په پوره باور سره باید وویل شي چې د دې جګړې درانه عواقب به نه یوازې روسیه، چین او هند بلکې ټول هېوادونه احساس کړي.

لاوروف زیاته کړې ده چې که چېرته امریکا په سیمه کې له خپلو سیاستونو لاس پر سر نه شي نو پرته له شکه چې دوی به یې په خپل ټول توان سره پر وړاندې مبارزه وکړي.

Leave a reply