عمران خان وايي، د وژلو پلان یې جوړ شوی دی

0
149

عمران خان وايي، د وژلو پلان یې جوړ شوی دی

بلخوا د پاکستان اوسني حکومت د خان دا ډول اندېښنې بې اساسه ګڼلې او دا څرګندونې یې ‘سیاسي شعبده بازي’ بللې دي. د دغه هېواد د دفاع اوسني وزیر «خواجه آصف» ویلي چې عمران په دې اړه هېڅ کره شواهد نه لري.

 

(2022 / 5 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان مخکني لومړي وزیر «عمران خان» ویلي، چې د اوسني حکومت تر بندو دروازې دننه یې د وژلو پلان جوړ شوی.

خان دا خبرې تېره شپه په سیالکوټ کې د خپلو پلویانو یوې سترې غونډې ته کړي دي.

هغه دا هم ویلي، چې له هېواد دننه او بهر د ده د وژلو په توطیه څو ورځې وړاندې خبر شوی دی.

مخکني صدراعظم زیاته کړې، چې د یوې ویډیو په وسیله د هغو ټولو کسانو نومونه ور رسېدلي چې د ده د وژلو په پلان کې لاس لري.

عمران خان نه دي ویلي، چې د وژلو په توطیه کې یې څوک شامل دي، خو ټینګار یې کړی، که ووژل شي دغه کسان به ولس ته وښوول شي.

بلخوا د پاکستان اوسني حکومت د خان دا ډول اندېښنې بې اساسه ګڼلې او دا څرګندونې یې ‘سیاسي شعبده بازي’ بللې دي. د دغه هېواد د دفاع اوسني وزیر «خواجه آصف» ویلي چې عمران په دې اړه هېڅ کره شواهد نه لري.

Leave a reply