پیښور کې دو سیکان په ډزو اووژل شول

0
147

باغی ټي وي رپورټ
د پېښور په سربند سيمه کې نامعلومو وسله والو دوه سیکان په ډزو وژلي دي.

دپوليسو وينا ده چې په موټر سائيکل سورو وسله والو ډزې کړي او تښتيدلي دي چې د لټون عمليات يې پيل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د سیکانو د وژنې نوټس اخيستی او د تورنو کسانو د زر تر زر نيولو امر يې کړی دی.

وزيراعلي محمود خان د سیکانو د وژنې پيښه د ښار ماحول او بين المذهبي هم غږي د خرابولو سازش بللې او متاثره خاندانونو ته ئي د انصاف ورکولو باور ورکړے دے۔
د ریسکیو ۱۱ د دفتر څخه جاري شوي یو بیان مطابق د پېښور په بټه تل چوک کې د ډزو په پېښه کې د رنجیت سنګهه او کول جیت سنه په نوم دوه کسان وژل شوي دي.
د ریسکیو 1122 کنټرول روم ته اطلاع ورکولو سره سمدستي د طبي ټیم موقعې ته رسیدلې او مړیي ی د پولیس تر څارنې لاندې د ضروري کاروائي لپاره روغتون ته رسول شوی دی.

Leave a reply