د خیبر خبریالانو د سرکاري افسرانو او عوامي نمایندګانو د میډیا کوریج کولو څخه د بایکاټ اعلان وکړو
نصیب شاه شینواري
د خېبر ضلعې د خبريالانو لخوا د ټولو حکومتي او منتخب نمائندګانو د جلسو د بائيکاټ اعلان د سيمې د منتخب نمائندګانو او افسرانو کردار د افسوس وړ دی.
د خېبر ضلعې د درې پریس کلبونو تحصیل لنډیکوتل، جمرود او باړه تحصیل خبریالانو د جمرود په تاریخي ځای باب خیبر کې یوه لویه احتجاجي مظاهره وکړه، خبریالانو د خبریال خادم خان آفریدي د سمدستي خوشې کولو او د پېښې د آزادو پلټنو غوښتنه وکړه.
په دغه احتجاجي مظاهره کښې د جمعيت علمائے اسلام پاکستان د باړې تحصيل چيئرمين مفتي کفيل، د جمرود څخه سيد کبير آفريدي، سماجي شخصيت شاکر آفريدي، د خيبر يونين مشر زاهد الله ګډون وکړو او د پريس کلب نه تر باب خيبر پورې لاریونه هم وکړو، دوی بينرونه پورته کړي وو چې نیول شوي خبریال د خوشي کولو غوښتنې په لیکل شوې وې.
د درېو پريس کلبونو خبريالانو له حکومت او ټولو ادارو څخه د خادم خان افريدي د زر تر زر خوشې کېدو غوښتنه وکړه، په داسې حال کې چې د پېښې په اړه ی د آزادو پلټنو لپاره د یو آزاد عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه وکړه ، دا غوښتنه ی هم وکړه چې د سي ټي ډي هغه چارواکي چې د خبریال خادم خان په نیولو کې ککړي دي، ددوي په ضد دې هم قانوني چلند وشي.
خبريالانو وويل چې دا د يوې ادارې په کارکردګۍ د پوښتنې نښه ده چې بغیر د وسلي یو خبريال يې نيولی او بې له تصديق او پلټنې پرته يې نامعلوم ځای ته رسولې دې او وروسته بيا وضاحت ورکوي چې تېروتنه يې کړې ده ، خبریالانو اوویل چې که داسې چلند یو خبریال سره شي نو بیا به د عام وګړو څه حال وي.
خبريالانو د سيمې د منتخب نمائندګانو، ايم اين ايز او سياسي ګوندونو په کردار د خفګان او اندیښنو څرګندونه وکړه چې د خبريالانو سره هيڅ کومه خواخوږي نه ده ښودلې او نه يې ی د نیول شوي خبریال د نیولو په ضد غږ اوچت کړې دې.
د دريو پريس کلبونو خبريالانو په ګډه پریکړه وکړه چې د خبريال خادم خان آفريدي تر خوشي کيدو پورې به د ټولو حکومتي او منتخب نمائندګانو د جلسو څخه بايکاټ کوي او ددوی میډیا کوریج به نه کوي، خبریالانو ګواښ ورکړو چې که خبریال خادم خان آفریدي خوشې نه شو نو د نېشنل پريس کلب، وزيراعلي هاؤس، آئي جي پي خيبر پښتونخوا او نور لوړ پوړه چارواکو د دفترونو مخې ته به احتجاجي مظاهرې او پرلت وکړي.
…………………………………
………………………………….