د هیواد اقتصادي صورت حال به پیاوړې کوو: وزیرداخله،رانا ثناالله

0
144

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر وزير رانا ثناء الله په یو بیان کې ویلي دي چې د اتحادي ګوندونو په مرسته به د ملک موجوده معاشي صورتحال ښه كوٶ او ددې هیواد د اقتصاد د پرمختګ لپاره به شپه او ورځ کار کوو.
هغه وایی چې دلته په هیچا ته هم د امن د صورتحال خرابولو اجازه ورنه کړو.
دا خبرې وزیرداخله رانا ثناالله رسنیو سره خبرو اترو کښې وکړو، نوموړي اوویل چې د پاکستان تحريک انصاف حكومت د هېواد معيشت د تباهۍ ذمه وار دې ، هغه اوویل چې مونږ له به په بېلا بېلو څيزونو د سبسډي كمولو لپاره اتحاديانو سره په مشاورت سختې پرېكړې كول دي او مونږ به يو اړخيزه سبسډي نه ختموٶ چې اولس په سخته کښې وا نه چول شي.
د سيالكوټ په كليسا ګراٶنډ د پي ټي آئي لخوا د جلسې رابللو پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل چا ته به په هېواد كښې د امن د صورتحال خرابولو اجازه ورنه كړو وزیرداخله اوویل او زیاته ی کړه چې د حكومت دا ذمه واري ده چې د ددې هیواد هر وګړي د امنیت لپاره ښه ګامونه پورته کړي.

Leave a reply