ترکمنستان کې د حکومت لۀ خوا پر ښځو ځینې محدودیتونه لګول شوي

راپور کې راغلي دي چې ترکمنستاني حکومت په عامو ځایونو کې د ښځو له لوري د بڼو پر درولو، مصنوعي نوکانو، پر شونډو او لاسونو د خالکوبي، د وېښتانو پر رنګولو او دغه راز د تنګو او لنډو جامو پر اغوستلو بندیز لګولی دی او زیاته کړې یې ده چې له بهرني فرهنګ سره د مبارزې په نوم یې دغه اقدام کړی دی.
(2022 / 5 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یورو نیوز راپور ورکړی دی چې د ترکمنستان حکومت له بهرني فرهنګ سره د مبارزې په موخه پر ښځو ځینې بندیزونه لګولي دي.
راپور کې راغلي دي چې ترکمنستاني حکومت په عامو ځایونو کې د ښځو له لوري د بڼو پر درولو، مصنوعي نوکانو، پر شونډو او لاسونو د خالکوبي، د وېښتانو پر رنګولو او دغه راز د تنګو او لنډو جامو پر اغوستلو بندیز لګولی دی او زیاته کړې یې ده چې له بهرني فرهنګ سره د مبارزې په نوم یې دغه اقدام کړی دی.
ترکمنستان ویلي چې دوی به د خپل فرهنګ او هویت د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او هغوی ته به اجازه ورنه کړي چې ترکمن فرهنګ ته د زیان رسولو هڅه کوي.