هند وايي، په نړۍ کې د غمنو د بیې لوړېدو له امله یې د خپلو غمنو صادرات بند کړي

هند وايي، په نړۍ کې د غمنو د بیې لوړېدو له امله یې د خپلو غمنو صادرات بند کړي
دا په داسې حال کې ده، چې نړۍ ته شاوخوا ۱۲ سلنه غنم یوازې له اوکراین څخه صادرېدل، خو پر دغه هېواد د روسیې تر برید وروسته په بازاونو کې غنم کوي او بیې یې لوړې شوې دي.
(2022 / 5 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هند د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د غمنو په حاصلاتو کې یې کموالی راغلی او د خپل هېواد د ۱.۴ میلیارد نفوس له لوږې سره د مخکېدو په خاطر یې نورو هېوادونو ته د غنمو صادرات بند کړي دي.
د وزیر په وینا، چې نور به د دوی له غنمو د نړۍ د اړتیا پورهکولو لپاره استفاده ونشي او زیاتوي چې یوازې به د نوي ډهلي د منظورۍ پر اساس دا صادرات بېرته پیلوي.
بلخوا د نړۍ ۷ سترو اقتصادي هېوادونو یا جي – ۷ د هند په دې پرېکړه سخت اعتراض کړی او ویلي یې دي، چې په دې سره به د نړۍ اقتصادي کړکېچ لا پسې زیات شي.
کارپوهانو ویلي، چې هند دا پرېکړه په اوکراین کې د جګړې په خاطر کړې ده.
د دوی په خبره، د اوکراین جګړه د دې لامل شوې، چې که دوام وکړي، ښايي د ټولې نړۍ اقتصادي کړکېچ لا پسې اوږد کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نړۍ ته شاوخوا ۱۲ سلنه غنم یوازې له اوکراین څخه صادرېدل، خو پر دغه هېواد د روسیې تر برید وروسته په بازاونو کې غنم کوي او بیې یې لوړې شوې دي.






