د اروزګان اوسېدونکي د بې کیفیته ګازو لۀ پلورلو شکایت کوي

0
184

د اروزګان اوسېدونکي د بې کیفیته ګازو لۀ پلورلو شکایت کوي

بلخوا د اروزګان امنیتي مسوولینو هم منلې، چې بې‌کیفیته تېل او ګاز  پلورل کېږي، خو زیاتوي چې دوی په دغه ولایت کې د ښاري نظم په نامه د ۱۳ بېلابېلو ارګانونو یو ګډ کمېسیون جوړ کړی، څو د خلکو ستونزو ته لاسرسی وشي.

(2022 / 5 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولایت کې تر ۹۰ سلنو بې‌کیفته مایع ګاز پلورل کېږي.

د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا، چې پلورونکي د بې‌کیفته مایع ګاز ترڅنګ تر ۹۰ سلنه زیات بې کیفیته تېل هم پلوري.

دوی ویلي، چې بې‌کیفته تېل او مایع ګاز یې د موټرونو ماشینونو ته زیان رسوي او ډېر ځله د سفر پر مهال له کاره لوېږي.

اوسېدونکو د تېل او ګاز له سوداګرو شکایت کړی او ویلي یې دي، چې داسې تېل راوړي، چې نیمايي پکې اوبه وي.

دوی دا هم ویلي، چې نه د تېل او ګاز نه یوازې کیفیت خراب دی، بلکې بیه یې هم لوړه ده.

Leave a reply