ملګرو ملتونو ویلي چې، افغانستان کې میلیونونه وګړي د نړۍوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې د سیمې په هېوادونو کې بېکاري، د افغان وګړو کډوال کېدل او بېرته راتګ، په هېواد کې د کافي کار نشتون او وچکالۍ هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې سخت کړی دی.
(2022 / 5 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان کې میلیونونه وګړي د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د افغانانو ترمنځ ورځ تر بلې لوږه او سختۍ پراخېږي.
سرچینه کاږي چې همدا اوس شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او ټول د نړیوالې ټولنې مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري.