امریکا کې یو وسلوال کس د ډزو پۀ مرسته لس کسه وژلي دي 

0
151

داسې راپورونه هم شته چې یاد کس د برید دغه صحنه په ټولنیزو رسنیو کې په ژوندۍ بڼه خپروله. بریدګر نیول شوی دی خو پولیس وایي د پېښې په اړه پلټنې ترې کوي او ډېر احتمال شته چې ددې پېښې اصلي لامل د بریدګر نژادپرستانه احساسات وي.

(2022 / 5 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په امریکا کې یوه وسله وال لس کسه وژلي دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه په نیویارک ښار کې د ټاپ په نامه په یوه پلورنځي کې رامنځ ته شوې ده.

ځایي امنیتي سرچینو ویلي چې وسله وال کس نظامي جامې اغوستې وې، زرې یې پر تن وه او پر خلکو یې ډزې پيل کړې دي.

Leave a reply