امریکا کې د سخت توپان لۀ امله درې کسه وژل شوي

امریکا کې د سخت توپان لۀ امله درې کسه وژل شوي
راپورونو کې ویل شوي چې په یادو سیمو کې بېړنی وضعیت اعلان شوی دی او خلکو ته له سیمې څخه د وتلو امر شوی دی. د یادونې ده چې د روان کال په پیل کې هم په امریکا کې له سختو ورښتونو سره مل توپان د ۸۸ کسانو ژوند واخیست او په میلیونونو ډالر مالي زیانونه یې واړول.
(2022 / 5 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا په مرکزي سیمو کې د وروستیو سختو توپانونو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
راپورونه وایي چې د امریکا په کریستي نوم او جنوبي داکوتای سیمو کې د سختو توپانونو له امله درې کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د یادو توپانونو له امله سخت مالي زیانونه هم اوښتي دي خو تر اوسه پورې یې په اړه کره جزیات نه دي ورکړل شوي.