په هلمند کې د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین تر اتلس میاشتې وروسته بیا فعال شوی دی

0
226

 په هلمند کې د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین تر اتلس میاشتې وروسته بیا فعال شوی دی

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې هېواد ته را وارېدېدونکې بریښنا هم په سالنګونو کې پرې شوې ده چې له تېر کوچني اختر را وروسته د پلازمینې کابل په ګډون د لسو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

(2022 / 5 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په هلمند کې د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین تر اتلس میاشتې وروسته بیا فعال شوی دی.

د راپورونو له مخې، د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د برېښنا فابریکې یو مهم توربین چې له ۱۸ میاشتو راهیسې غیر فعال وو د برېښنا شرکت او ترکي انجینرانو په هڅو بیا فعال شوی دی.

د یاد برېښنا بند مسوولین وایي چې د دې توربین په فعالېدو سره د لښکرګاه ښار برېښا ۲۴ ساعته شوې ده.

Leave a reply