د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر: دښمن به د افغانانو ترمنځ تفرقه اچولو کې هم ناکامېږي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر: دښمن به د افغانانو ترمنځ تفرقه اچولو کې هم ناکامېږي
متقي یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې ا.ا له ټولې نړۍ سره سالمې اړیکې غواړي او له نورې نړۍ هم غواړي چې د خبرو له لارې خپلې غوښتنې مطرح او له دوی سره د اړیکو نوی فصل پرانیزي.
(2022 / 5 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د اهل تشیع علماوو سره په ناسته کې ویلي چې دښمن هڅه کوي د افغانانو ترمنځ د تفرقې په اچولو سره خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.
نوموړي زیاته کړې ده چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې دښمن نه دی توانېدلی، چې لږ تر لږه یوه کوچنۍ پوسته هم تر لاسه کړي، له همدې امله غواړي چې جوماتونو او تکیه خانو کې په چاودونو سره د افغانستان د قومونو او مذهبونو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.
نوموړي ټینګار کړی دی چې دښمن به په دې توګه هیڅکله خپلو موخو ته ونه رسېږي ځکه دده په خبره، ټول په دې پوهېږي چې دا د ا.ا پالیسي نه ده.
متقي یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې ا.ا له ټولې نړۍ سره سالمې اړیکې غواړي او له نورې نړۍ هم غواړي چې د خبرو له لارې خپلې غوښتنې مطرح او له دوی سره د اړیکو نوی فصل پرانیزي.






