سی ټي ډي ادارې د یو بل تورن تن په کیس کې د ضلع خیبر یو خبریال نیولې دې

خادم خان آفریدي: فایل فوټو
نصیب شاه شینواري
د ضلع خیبر د پولیسو مشر محمد عمران رسنیو ته ویلي دي چې په تحصیل باړه کې د سي ټي ډي ( د ترهګرۍ په ضد د مبارزه کولو اداره) په یوه کاروایی کښې خادم نیول شوې دې او د هغه څخه پلټنې روانې دي.
د ځایی صحافیانو مطابق خادم خان آفریدي د باړه پریس کلب پخوانې صدر دې او نن سبا د ایکسپریس ورځپانړې لپاره هم د یو خبریال په توګه کار کوي او ځایی صحافیان دا هم وایی چې د خادم خان آفریدي په ضد په ځایی پولیس سټیشن کې داسې کوم د جرم مقدمه هم نه ده درج کړې شوې. داسې ویل شي چې د خادم په نوم یو بل تورن په بدل کې صحافي نیول شوې دې او د بل چا په تور کې خبریال خادم خان ته سزا ورکول کیږي.
ددې په اړه د ضلع خیبر ډي پي او مقامي رسنیو ته ویلي دي چې د پولیس مشران هم سي ټي ډي سره په اړیکه کښې دې او که چرې خادم خان بې ګناه ثابت شي نو هغه به زر آزاد کړې شي.
پرون په پیښور پریس کلب کښې د قبایلي سیمو وزیرستان،مهمند او د ضلع خیبر خبریالانو په د خادم خان د نیولو په ضد یوه احتجاجي مظاهر هم وشوه.
په دې مظاهره کې د قبایلي سیمو د خبریالانو پخواني تنظیم ټرایبل یونین آف جرنلسټس پخواني صدر صفدر دواړ، د لنډیکوتل پریس کلب یو شمیر خبریالانو ،جمرود او د باړه پریس کلب ګنړ شمیر خبریالانو ګډون وکړو او د خادم خان د سي ټي ډي ادارې له لوري نیول ی په سختو ټکو کې غندنه وکړه.
د باړه تحصیل یو پخوانې خبریال حسین آفریدي په خپل فیس بک پانړه داسې خبر خپور کړې دې چې خادم خان به په دې سیمه کې د پولیس کرپشن او د نشه ی توکو په ضد رپورټنګ کول او ددې ناوړه کارونو په ضد ی په سوشل میډیا هم مهم پیل کړې وو نو هم دغه وجه ده چې هغه خبریالانو ته ددې نشه ی توکو په ضد د لیکلو سزا ورکول کیږي.
حسین آفریدی په پانړه دا هم لیکلي دي چې کله چې د ضلع خیبر خبریالانو د خادم خان آفریدي د نیول په ضد آواز پورته کړو او احتجاجي مظاهرې ی وکړې نو د خیبر پښتونخوا پولیس په ټویټر پانړه هغه خبر لرې کړې شول(ډیلیټ کړې شو) چې پکښې داسې ویل شوي وو چې د سي ټي ډي ادارې د سربند علاقې څخه یو داسې تورن تن خادم ګرفتار کړې چې هغه پولیس ته مطلوب وو. د خیبر ضلعي خبریالان نن په ۱۵ میی په تاریخي باب خیبر هم د خبریال خادم خان آفریدي د نیولو په ضد احتجاجي مظاهره کوي.






