زما د قتل سازش روان دې، ویډیو مې ریکارډ کړې او زما د قتل سازش کوونکو نومونو مې ښودلي: عمران خان

0
99

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان وئيلي دي چي د ملک دننه او بهر زما د وژلو سازش روان دے.

سیالکوټ کې یوې جلسې ته په وینا کې عمران خان وویل د سازش په اړه له مخکې خبر ووم او وس پوره خبر شوې یم چې زما د قتل کولو سازش جوړ شوې دې. ویډیو مې ثبت کړې او په یوه خوندي ځای کې مې ساتلې ده، که څه هم ماته څه پیښ شي نو دا ویډیو به د ملت مخې ته راشي ترڅو ټول پاکستانیان پوه شي چې څوک زما په قتل کې شامل وو.
عمران خان وویل چې زما د حکومت په نسکورولو کې چې څوک هم ککړ وو د هغوی ټولو نومونو مې ښودلي دي ، هغه زیاته کړه چې د لیاقت علي خان له وخته تر اوسه کوم زورور مجرم نه دی نیول شوی، زه غواړم چې د ولس په وړاندې یې کړم چې په دسیسه ک ې څوک ښکیل وو.

Leave a reply