عمران خان سیالکوټ غونډې ته د رسیدلو لپاره په الوتکه کښې سفر وکړو

0
171

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم د سیالکوټ په غونډه کښې د ګډون لپاره سیالکوټ ته تللی وو او له اسلام اباد څخه د شپږ کسیزه Eclipse 500 په الوتکه کې له خپلو مشرانو سره سیالکوټ ته دې لوی غونډې ته د وینا کولو لپاره ورسیدو.

د هوايي چلند د سرچینو له مخې عمران خان د سفر لپاره Eclipse 500 چارټرډ الوتکه کارولې ده.

د هواي چلند د سرچینو له مخې دغه چارټر شوې الوتکه د شنبې په ورځ ماښام ۶:۲۰ بجې د اسلام اباد له هوايي ډګر څخه الوتنه وکړه او د ماښام په ۶:۵۵ دقیقو د سیالکوټ په نړیوال هوايي ډګر ښکته شوه.
د سيالکوټ ائيرپورټ سرچینو ترمخه پخواني وفاقي وزيران شاه محمود قريشي او شهباز ګل د عمران خان سره اسلام آباد نه سيالکوټ ته ورسیدل.
د پرواز کوډ EA50 د اسلام آباد څخه سیالکوټ ته د الوتنې لپاره کارول شوی دې.

Leave a reply