د هند پنجاب پوهنتون ویلي چې، افغان محصلین کولی شي آنلاین بڼه آموینو کې ګډون وکړي 

0
265

د هند پنجاب پوهنتون ویلي چې، افغان محصلین کولی شي آنلاین بڼه آموینو کې ګډون وکړي 

واک ته د دویم ځل لپاره د ا.ا تر رسېدو وروسته یو شمېر هغه افغان محصلین چې د هند په پوهنتونونو کې یې زده کړې کولې د ویزو د لغوه کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د درېدو له امله په افغانستان کې بند پاتې شول.

 

(2022 / 5 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هند پنجاب پوهنتون په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته په دغه هېواد کې بند پاتې زده کړیالانو ته په انلان بڼه د ازموینو زمینه برابره کړې ده.

یاد پوهنتون ویلي چې افغان زده کړیالان کولی شي د دغه پوهنتون د وروستیو سمسترونو په ازموینو کې په انلان بڼه برخه واخلي او خپلې ازموینې ورکړي.

واک ته د دویم ځل لپاره د ا.ا تر رسېدو وروسته یو شمېر هغه افغان محصلین چې د هند په پوهنتونونو کې یې زده کړې کولې د ویزو د لغوه کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د درېدو له امله په افغانستان کې بند پاتې شول.

دوی مخکې د دواړو هېوادونو له چارواکو غوښتي وو چې ورته مناسبه د حل لاره پیدا کړي څو وکولی شي چې د هندوستان په پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

Leave a reply