د ضلع خیبر خبریال خادم خان آفریدي نیول او نامعلومه ځای ته وړل، خبریالانو امیرمقام سره لیدنه کړې

0
250

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د وزيراعظم خاص مرستيال انجينئر امير مقام سره نن د خيبر ضلعې د خبريالانو د خبريال خادم آفريدي د نيولو په اړه اوږد ملاقات کړې دې.
د وزيراعظم خاص مرستيال د خېبر ضلعې خبريالانو ټولنې ته باور ورکړو او په موقع ی د سي ټي ډي لوړ پوړو چارواکو سره اړیکه هم ونیوله، په دې موقع آئي جي پي خېبرپښتونخوا معظم جاه انصاري سره ی رابطه وکړه او د خام خان د نیولو په اړه ی ورسره خبره وکړو.
غونډه کښي د ضلع خيبر تحصيل باړه، لنډي کوتل او جمرودو پريس کلبونو نه زيات شمير کشې صحافيانو ګډون اوکړو۔
د یادونې ده چې د باړه پریس کلب پخوانۍ صدر او د ایکسپریس ورځپانړې نماینده خادم خان پرون د پولیس په جامو کې څه کسانو د ځان سره بوتلو او نامعلوم ځای ته ورسول.
بیا روسته داسې خبرونه خپاره شول چې خبریال خادم خان د ترهګرۍ په ضد د مبارزه کولو ادارې سي ټي ډي کسانو ځان سره بوتللې دې او څه پلټنې ترې کوي.
دا خبره هم د یادونې ده چې د باړه تحصیل یو زوړ خبریال حسین آفریدي په سوشل میډیا یو خبر خپور کړې ، په دې خبر کې هغه وایی چې خادم خان به په سوشل میډیا د پولیس کرپشن او په سیمه کې د نشه ی توکو په ضد خبرونه خپرول او د نشه ی توکو په ضد ی یو کمپاین خپور کړې وو.
وس داسې یو خبر هم خپور شوې دې چې نیول شوې خبریال د پیښور مرکزي زندان سنټرل جیل پیښور ته منتقل شوي دې خو په رسمي توګه ددې خبرې پخلې نه دې شوې.

د خبریال خادم خان فایل فوټو

Leave a reply