اسرائیلي ځواکونو پر سوریې هوايي بریدونه کړي دي

0
81

اسرائیلي ځواکونو پر سوریې هوايي بریدونه کړي دي

اسرائیل له ۲۰۱۱ کال، په سوریه کې د کورنۍ جګړې تر پیلېدو وروسته پر دغه هېواد سلګونه هوايي بریدونه کړي، چې د سوریې د حکومتي ځواکونو په ګډون یې د حزب الله د ډلې کسانو ته هم مرګ‌ژوبلې اړولې دي.

 

(2022 / 5 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سوریې رسنۍ وايي، چې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون ۷ تنه نور ټپیان دي.

د سوریې دولتي خبري آژانس «سانا» ویلي، چې په وژل‌شویو کسانو کې یو ملکي کس هم شامل دی.

ویل کېږي، چې دا هوايي بریدونه د اسرائیل جنګي الوتکو لخوا د سوریې په مرکزي ولایت «حماه» کې شوي دي.

د بشري حقونو د څار سوریایي ادارې بیا د اسرائیل لخوا په دغو هوايي بریدونو کې د ۴ سرتېرو د وژل‌کېدو خبره کړې او زیاته کړې یې ده، چې په برید کې ۷ عسکر ټپیان شوي هم دي.

دې ادارې، چې په سيمه کې د خبرورکوونکو له يوې شبکې څخه معلومات، ویلي اسرائيلي جنګي الوتکو پر ايراني تاسيساتو او د وسلو په زېرمتونو ۸ توغندي ويشتلي.

اسرائیل له ۲۰۱۱ کال، په سوریه کې د کورنۍ جګړې تر پیلېدو وروسته پر دغه هېواد سلګونه هوايي بریدونه کړي، چې د سوریې د حکومتي ځواکونو په ګډون یې د حزب الله د ډلې کسانو ته هم مرګ‌ژوبلې اړولې دي.

Leave a reply