په سوشل میډیا د پاکستان ریاستي آزادې او د فوځ په ملاتړ کې خلق بیانونه خپروي

0
106

باغی ټي وي رپورت
نن سبا د پاکستان تحریک انصاف د مشرانو له لوري ریاستي ادارو او د پاکستان په ملي فوځ بې ځایه نیوکې روانې دي.
په داسې وخت عام پاکستاني وګړي د پاکستاني ادارو او د فوځ په ملاتړ کښې ی په سوشل میډیا خبرونه خپاره کړي .
یو عام تن وایی چې په پاکستان فوځ بې ځایه نیوکې مناسب کار نه دې ځکه که چرې مونږ پاکستانیان په ملکي ادارو او فوځ نیوکي وکړو نو دې سره به د عام پاکستاني وګړو دې ادارو او فوځ په ضد کرکه او غصه زیاته شي او په ملک کې به ګډوډي جوړه شي.
د یادونې ده چې د ډي جي آیی ایس پی آر له لوري هم داسې خبرونه بیا بیا خپاره شوي دي چې پاکستانۍ فوځ د سیاست په نامه بدنامول مناسب کار نه دې او سیاسي مشران او ددې هیواد ځوانان د پاکستان ادارو او فوځ په ضد دا کمپاین بند کړي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د ضلع خیبر په لنډیکوتل پریس کلب کې ځایی مشرانو او ځوانانو یوې خبري غونډې ته وینا کښې اوویل چې مونږ باید د ففتهه جنریشن وار په اړه ځانه پوه کړو او په ملکي ادارو او په فوځ بې ځایه تنقید و نه کړي ، مشرانو ژمنه وکړه چې دوی به هم او نور ځوانان به هم د ملکي ادارو او فوځ په ضد کله هم و نه کارول شی چې په ملک ې کرکه او نفرت خپور نه شي او په دې هیواد کې پرمختګ او خوشحالي راشي.
په سوشل میډیا کې داسې خبرونه هم خپاره شوي چې که ملکي ادارو او فوځ باندې بې ځایه تنقیدونه وشی نو په هیواد کې د امن فضا خرابیدۍ شي او په ملک کې د کورنیو جهګړو امکان هم لري چې په دې هیواد کې پیل شي په کوم هیواد کښې چې د ملکي ادارو او فوځ په ضد کمپاین پیل شي.

Leave a reply