خلق دې د حکومت په ضد نن شپې بهر را اووځي: عمران خان

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان کارکنانو ته هدايات کړې چې نن شپه د حکومت خلاف احتجاج وکړي.
په ټويټر جاري شوي يو بيان کښې عمران خان وئيلي دي چې زمونږ حکومت هيڅکله د دې خلقو د غونډو، پرلتونو او جلسو مخه نه ده نيولې ځکه چې مونږ د جموریت ملاتړ کوو.
هغه وويل نن به په سيالکوټ کې وي او دخپلو ټولو خلقو څخه به يې غوښتنه کوي چې دماښام له لمانځه وروسته په خپلو ښارونو او سيمو کې ددغه فاشيستي وارد شوي حکومت په ضد لاريونونه وکړي.
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل کله چې دا خلr په اقتدار کې وو نو په سپريم کورټ يې حمله وکړه، په ماډل ټاون کې يې قتل عام وکړو او ججانو ته يې رشوت ورکړ، نوازشريف هڅه کوي چې ځان اميرالمومنين اعلان کړي، حکومت کې ی د اپوزیشن په توګه جمهوریت تباه او تر پښو لاندې کړو، په حکومت کې ی هم جمهوریت تباه کړې دې، خان اوویل چې وس خلق ددوی په ضد راپاڅیدلې دي.





