مریم نواز په پي ټي آیی نیوکې کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز په سيالکوټ کې د جلسې د ځاي په اړه په پي ټي ائي نيوکې کړي دي.
په ټوېټر جاري شوي يو بيان کې مريم نواز وئيلي دي چې د حکومت لمړۍ ذمه واري په پاکستان کې د مېشتو ټولو لږکيو د حقونو تحفظ دی.
هغه وویل چې مسیحي ټولنې له څو ورځو راهیسي په مظاهرو لاس پورې کړی او ویلي یې دي چې د کلیسا په میدان کې غونډه د دوی د عبادت ځای ته سپکاوی دی.
مريم نواز وويل چې غونډه کول ستاسو حق دى خو مذهبي احساساتو ته زيان رسول ستاسو حق نه دى او تاسو ته به د دې اجازه نه ورکول کېږي.
مریم نواز د پي ټي آیی د غونډې په اړه ددوی نه پوښتنه کړې چې ایا د کلیسا ځای پرته تاسو بل ځاى نه لرې؟
حکومت کی اولین ذمے داری،پاکستان میں بسنے والی تمام اقلیتوں کے حقوق کی رکھوالی ہے۔کئی دنوں سے مسیحی برادری اس بات پر سراپا احتجاج ہے کہ چرچ کی گراونڈ میں جلسہ انکی عبادت گاہ کی توہین ہے۔ جلسہ کرنا تمھارا حق ہے، مذہبی جذبات کو ٹھیس پہنچانا نا تمھارا حق ہے نا تمھیں اس کی اجازت ہوگی۔ pic.twitter.com/nwDSQwjs1M
— Maryam Nawaz Sharif (@MaryamNSharif) May 14, 2022





