د امریکا د بهرینو چارو وزارت د شیرین ابو عاقلې پر جنازه ډزې غندلي دي 

 د امریکا د بهرینو چارو وزارت د شیرین ابو عاقلې پر جنازه ډزې غندلي دي 

بلېنکن ویلي، چې د نړۍ هره کورنۍ باید د خپلو خپلوانو د جنازې مراسم په درناوي ترسره کړي او زیاته کړې یې ده چې دوی هغو تصویرونو سخت خواشیني کړي، چې د «شیرین ابو عاقلې» د جنازې په مراسمو کې د اسرائیلي پولیسو لخوا تاوتریخوالی پکې ښکاري.

 

(2022 / 5 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «شیرین ابو عاقلې» د جنازې پر مراسمو ډزې غیر بشري عمل بللی په دې اړه یې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د دغه وزارت وزیر «انتوني بلېنکن» ویلي، چې د اسرائیلي پولیسو لخوا د ابو عاقلې د جنازې له ګډون‌کوونکو سره د تاتریخوالي له امله سخت خپه دي او په خبره یې چې دا یوه ژوره خواشینوونکې پېښه ده.

بلېنکن ویلي، چې د نړۍ هره کورنۍ باید د خپلو خپلوانو د جنازې مراسم په درناوي ترسره کړي او زیاته کړې یې ده چې دوی هغو تصویرونو سخت خواشیني کړي، چې د «شیرین ابو عاقلې» د جنازې په مراسمو کې د اسرائیلي پولیسو لخوا تاوتریخوالی پکې ښکاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې دوی د اسرائیل او فلسطین له چارواکو سره په اړیکه کې دي او د شخړې د لا ډېرېدو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي.

بلخوا د سپینې ماڼۍ ویاندې «جین ساکي» هم د اسرائیلي پولیسو په دې کار خواشیني څرګنده کړې، خو غندلی یې نه دی.

د امریکا تابعیت‌لرونکې فلسطینۍ خبریاله «شیرین ابو عاقله» د چهارشنبې پر ورځ «په لوېدیځه غاړه کې د راپور جوړولو پر مهال د اسرائیلي ځواکونو لخوا په نښه او ووژل شوه.