سرپل ولایت کې د تېلو د تصفیې چارې پیلېږي
برهان وايي په دې مزایده کې چې ۵ ورځې مخکې ترسره شوه د نارت نوبل انرژۍ په نوم د اومو تېلو د تصفیې افغاني شرکت ګټونکی اعلان شو، او په ډېرو نږدې ورځو کې به دا شرکت د تصفیې چارې جاري وساتي.
(2022 / 5 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د تېلو د تصفیې د یوه خصوصي شرکت له خوا د سرپل ولایت د قشقري څاه د تېلو د تصفیې چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د دې وزارت ویاند عصمت الله وايي، چې دې شرکت د دې څاه د زېرمې قرارداد په یوه مزایده کې ترلاسه کړی و.
برهان وايي په دې مزایده کې چې ۵ ورځې مخکې ترسره شوه د نارت نوبل انرژۍ په نوم د اومو تېلو د تصفیې افغاني شرکت ګټونکی اعلان شو، او په ډېرو نږدې ورځو کې به دا شرکت د تصفیې چارې جاري وساتي.
د برهان په وینا له دې څاه څخه د ورځې شاوخوا لس زره ټنه اومه تېل ترلاسه کېږي او په مزایده کې یې د یو ټن بیه ۶۳۱ ډالره ټاکل شوې ده.