هند کې د اورلګېدې لۀ امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

0
88

هند کې د اورلګېدې لۀ امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې اورلګېدنه په یوه څلور پوړیزه ودانۍ کې رامنځ ته شوې ده خو تر دې دمه یې اصلي لامل نه دی روښانه شوی او په اړه یې پلټنې کېږي.

 

(2022 / 5 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په هند کې د یوې اورلګېدنې له امله ۲۶ کسان مړه شوي دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دغه اورلګېدنه د هند په پلازمینه نوي ډهلي کې رامنځ ته شوې ده. ځايي روغتیایي کارکوونکي وایي چې د اورلګېدنې له سیمې ۲۶ جسدونه او ۱۲ ټپیان ور وړل شوي دي.

امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې اورلګېدنه په یوه څلور پوړیزه ودانۍ کې رامنځ ته شوې ده خو تر دې دمه یې اصلي لامل نه دی روښانه شوی او په اړه یې پلټنې کېږي.

هند کې وخت ناوخت دغه ډول اورلګېدنې رامنځ ته کېږي چې خلکو ته مرګ ژوبله هم اړوي، لامل یې هم معیاري ودانۍ نه لرل او د برېښنا نامنظم سیستم ښوودل کېږي.

Tagsهند

Leave a reply