اروپايي هېوادونو پر اسرائیلو غږ کړی چې، د فلسطینیانو پر ځمکو دې کورونه نۀ جوړوي   

اروپايي هېوادونو پر اسرائیلو غږ کړی چې، د فلسطینیانو پر ځمکو دې کورونه نۀ جوړوي 

 ګڼو اروپايي هېوادونو د نوو ودانیو د جوړولو په تړاو له اسراییلو سره مخالفت کړی دی. پنځلسو اروپايي هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې له اسراييلو غوښتي چې د فلسطین په اشغال کړو سیمو کې دې د لا ډېرو ودانیو او کورونو له جوړولو ډډه وکړي.

 

(2022 / 5 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ګڼو اروپايي هېوادونو د نوو ودانیو د جوړولو په تړاو له اسراییلو سره مخالفت کړی دی. پنځلسو اروپايي هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې له اسراييلو غوښتي چې د فلسطین په اشغال کړو سیمو کې دې د لا ډېرو ودانیو او کورونو له جوړولو ډډه وکړي.

د راپورونو له مخې دغه هېوادونو ویلي د اسراییلو د هغه پلان سخت مخالف دي چې له مخې یې غواړي د غزې په اشغال شوو سیمو کې ودانۍ جوړې کړي او دا به په سیمه کې دایمي ثبات له خطر سره مخ کړي.

دوی وايي هغه هڅې به هم په دې توګه زیانمنې شي چې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د دایمي سولې د راتګ لپاره ترسره کېږي. په دې هېوادونو کې فرانسه، آلمان، ناروې، سویډن او نور شامل دي.

اسراییلو تازه هغه طرحه تایید کړې چې له مخې به یې په فلسطیني خاوره کې شاوخوا څلور زره کورونه جوړوي چې د ګڼو هېوادونو له مخالفت سره مخ شوې ده او دا یو غیر قانوني اقدام بولي.