قطر او ایران د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي

قطر او ایران د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي
ابراهیم رئیسي ویلي چې افغانستان په یوه حساس موقعیت کې دی او د یوه داسې حکومت جوړېدو ته پکې اړتیا ده چې وکړی شي ټول قومونه او اقلیتونه راټول کړي او تر یوه واحد چت لاندې یې راولي.
(2022 / 5 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
قطر او ایران هم په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت له جوړېدو ملاتړ کړی دی.
د راپورونو له مخې د قطر امیر په یوه رسمي سفر تهران ته تللی دی او هلته یې د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره کتلي دي. دوی په ګډ خبري کنفرانس کې د ګڼو دوه اړخیزو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.
ابراهیم رئیسي ویلي چې افغانستان په یوه حساس موقعیت کې دی او د یوه داسې حکومت جوړېدو ته پکې اړتیا ده چې وکړی شي ټول قومونه او اقلیتونه راټول کړي او تر یوه واحد چت لاندې یې راولي.
د قطر امیر هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه پراخ حکومت ملاتړي دي او تمه لري چې اوسني مشران وکړی شي د دایمي ثبات او سولې لپاره لار هواره کړي.






