د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان ستونزې د خبرو لۀ لارې حل کېږي 

0
289

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان ستونزې د خبرو لۀ لارې حل کېږي 

سرګي لاوروف وایي ددې جدي اړتیا ده چې د افغانستان اوسنی حکومت له خپلو ټولو مخالفینو سره د مذاکراتو او خبرو لار خپله کړي، یو ملي بحث پيل کړي او په دغه هېواد کې د ټولو سیاسي جریانونو له ګډون یو پیاوړی حکومت جوړ او دایمي ثبات ته لار جوړه کړي.

 

(2022 / 5 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وايي یوازې د مذاکراتو له لارې په افغانستان کې دایمي ثبات رامنځ ته کېدلی شي.  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تاجکستان کې په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي او زیاتوي چې دلته وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ دي.

سرګي لاوروف وایي ددې جدي اړتیا ده چې د افغانستان اوسنی حکومت له خپلو ټولو مخالفینو سره د مذاکراتو او خبرو لار خپله کړي، یو ملي بحث پيل کړي او په دغه هېواد کې د ټولو سیاسي جریانونو له ګډون یو پیاوړی حکومت جوړ او دایمي ثبات ته لار جوړه کړي.

سرګي لاوروف همدا راز د افغانستان په مسئله کې پر دخیلو هېوادونو هم غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو له لړۍ ملاتړ وکړي او له دغه هېواد سره د دایمي ثبات په راوستو کې همکاري وکړي.

لاروف وايي چې د افغانستان ثبات د سیمې او روسیې لپاره مهم دی او تمه لري چې دلته روانې نښتې او بې ثباتۍ پای ته ورسېږي.

Leave a reply