د روسیې ولسمشر وایي، اوکراين د سولې خبرو مخه نیسي او خنډونه جوړوي

0
132

د روسیې ولسمشر وایي، اوکراين د سولې خبرو مخه نیسي او خنډونه جوړوي

پوتین همدا راز ادعا کړې، هغه ملکي کسان، چې د ماريوپول په فولادو کارخونه کې ایسار پاتې وو، په خپله اوکرايني ځواکونو هلته په زور کېنولي وو. خو اوکراييني چارواکو ویلي وو، هغه ملکي وګړي د روسيې له توغندیزو بریدونو د ځان ساتلو لپاره په دغه کارخونه کې پټ شوي ؤ.

 

(2022 / 5 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د المان صدراعظم اولاف شولز سره په خبرو کې پر اوکرايين تور پورې کړی چې ګواکې د سولې خبرو په مخکې روسیه نه بلکې پخپله کيېف خنډونه جوړوي.

شولز ته دا څرګندونې روسي ولسمشر داسې مهال پر ټلیفون کړې چې د اوکرايين د بهرنیو چارو وزیر دیميترې کولیبا المان ته تللی دی. کولیبا هلته خبریالانو ته ویلي، داسې احساسوي چې روسيه نه سولې او نه هم د امنیت په اړه خبرو ته لېواله ده.

پوتین همدا راز ادعا کړې، هغه ملکي کسان، چې د ماريوپول په فولادو کارخونه کې ایسار پاتې وو، په خپله اوکرايني ځواکونو هلته په زور کېنولي وو. خو اوکراييني چارواکو ویلي وو، هغه ملکي وګړي د روسيې له توغندیزو بریدونو د ځان ساتلو لپاره په دغه کارخونه کې پټ شوي ؤ.

اړوند موضوعات: 

د روسیې او اوکراین ترمنځ؛ د مذاکراتو بل پړاو په ترکیه کې ترسره کېږي

روسي او اوکراييني مشران د یوه بل پر ضد داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې بریتانیا پر مسکو د لا سختو بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply