ا.ا: د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید لپاره څېړنې کوو

ا.ا: د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید لپاره څېړنې کوو
بلخوا د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید لپاره لږ تر لږه د ۳۰ کلونو لپاره خام مواد ورکولی شي. د یادونې وړ ده چې افغانستان اوس مهال ډیری پر وارداتي برېښنا تکیه کړې او ډیری برېښنا له تاجیکستان، ازبیکستان او ترکمنستان څخه واردوي.
(2022 / 5 /13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ځانګړي کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا دتولید په اړه له اړوندو وزارتونو سره څېړنې وکړي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ددغه کمېسیون غونډه جوړه شوه. سرچینې زیاته کړې، دې کمېسیون د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید په پار د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ د کانونو او پټرولیم وزارت او د صنعت او سوداګرۍ خونې مسؤلینو ته دنده سپارلې چې په یاده برخه کې څېړنې ترسره او د کمېسيون راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي.