دیبورا لاینز ویلي، چې لۀ نوي سرپرست حکومت سره به هېوادونه همکارۍ ته راوبولم

0
95

دیبورا لاینز ویلي، چې لۀ نوي سرپرست حکومت سره به هېوادونه همکارۍ ته راوبولم

یاد وزارت ویلي، د یوناما مشرې دیبورا لینز ومنله چې طالبانو ملت ته یو فرصت ورکړی تر څو د دوی مشکلات حل شي او هیڅ چارواکی ونه شي کړی چې چا سره ظلم وکړي. دیبورا لینز ویلي، د نوي سرپرست حکومت د اهدافو او کړنو په اړه به نړۍ ته وضاحت ورکړي.

 

(2022 / 5 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امر بالمعروف اونهې عن المنکر وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې ډاډ ورکړی چې د اوسني نظام سره همکارۍ ته به هیوادونه راوبولي.

دا څرګندونې د یاد وزارت سرپرست وزیر محمد خالد حنفي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خاص استازې او د افغانستان لپاره د یوناما د عمومي مشرې دیبورا لاینز او ورسره مل پلاوی سره په کابل کې په کابل کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

په دې لېدنه کې شیخ حنفي په ډاګه کړې، چې امر بالمعروف نهی عن المنکر او د شکایتونو اوریدلو وزارت د نظام او د ټولنې د اصلاح او فساد د مخنیوي لپاره جوړ شوی او یوه څانګه د شکایتونو د اوریدلو دی چې د ظلم مخه نیسي او له مظلوم سره مرسته کوي.

یاد وزارت ویلي، د یوناما مشرې دیبورا لینز ومنله چې طالبانو ملت ته یو فرصت ورکړی تر څو د دوی مشکلات حل شي او هیڅ چارواکی ونه شي کړی چې چا سره ظلم وکړي. دیبورا لینز ویلي، د نوي سرپرست حکومت د اهدافو او کړنو په اړه به نړۍ ته وضاحت ورکړي.

نوموړې ویلي دا به په امنیت شورا کې هم په دې اړه په واضحه توګه ووايي او نظام سره همکارۍ ته به هیوادونه راوبولي.

Leave a reply