مارک مېلي ویلي چې، افغانستان مو تر څار لاندې

مارک مېلي ویلي چې، افغانستان مو تر څار لاندې دی
د امريکا د دې ستر پوځي چارواکي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د تېرې روژې مياشتې په اوږدو کې د ترهګريزو بريدونو له کبله په سلګونو عامو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته. په يادو بريدونو کې د ځينو هغو پړه د داعش ډلې د خراسان څانګې منلې وه.
(2022 / 5 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي ویلي، که له افغانستانه د امریکا پر ضد د ګواښ احساس وشي نو دوی يې د له منځه وړلو لپاره د عملياتو کافي وړتيا لري.
میلي، چې د امريکا د سنا مجلس د دفاعي کمېسیون یوې کميټې ته ور بلل شوی و، دا هم ويلي چې امریکایي پوځیانو پر افغانستان خپل څارګر فعالیتونه جاري ساتلي؛ خو په دې اړه يې د ډيرو جزياتو له ورکړې ډډه کړې ده.
د امريکا د دې ستر پوځي چارواکي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د تېرې روژې مياشتې په اوږدو کې د ترهګريزو بريدونو له کبله په سلګونو عامو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته. په يادو بريدونو کې د ځينو هغو پړه د داعش ډلې د خراسان څانګې منلې وه.
د افغانستان ا.ا بيا په وار وار وايي، چې داعش ډله يې ځپلې او ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به د هيڅ هيواد پر خلاف اقدام ونه شي.






