ملګري ملتونه وایي نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه ښه نیت لري

0
206

ملګري ملتونه وایي نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه ښه نیت لري

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د افغانستان د ا.ا د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه ښه نیت لري، خو خپلې اندېښنې هم لري.

 

(2022 / 5 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه ښه نیت لري.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د افغانستان د ا.ا د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه ښه نیت لري، خو خپلې اندېښنې هم لري.

په دې لیدنه کې د افغان حکومت پر وروستیو اقداماتو او همدا راز د نجونو د زده کړو او کار په اړه خبرې شوې دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي چې دوی د ښځو د کار او زده کړو مخالف نه دي او پوره هڅه کوي چې د دوی د زده کړو او کار لپاره مناسبه فضا رامنځ ته کړي.

لاینز ویلي چې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه اندېښنې لري او همدا اندېښنې ددې سبب شوې دي چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستو کې ځنډ رامنځ ته شي.

لاینز هم ډاډ ورکړی چې نړیواله ټولنه د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او تمه لري چې وکړی شي شته ستونزو ته د حل مناسبې لارې پیدا کړي.

Leave a reply