افغان او قطري لوري د هوايي ډګرونو پر مدیریت بحثونه کړي دي

افغان او قطري لوري د هوايي ډګرونو پر مدیریت بحثونه کړي دي
په دې لیدنه کې دواړو لورو ټینګار کړی چې باید د اختلاف پر ټکو بحثونه وشي او ژر تر ژره حل کړل شي. د بهرنیو چارو وزارت همدا راز وایي چې د قطر، ترکیې او افغانستان تخنیکي ټیمونه په ګډه کار کوي څو وکړی شي رامنځ ته شوي خنډونه له منځه یوسي او د هوکړې نهایي کېدو ته لار هواره کړي.
(2022 / 5 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان او قطري لوري د هوايي ډګرونو پر مدیریت بحثونه کړي دي. د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د یو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعات تر څنګ د افغانستان د هوايي ډګرونو د قرار داد پر هغو ټکو خبرې شوې دي چې تر دې دمه یې پر سر اختلافات موجود دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو ټینګار کړی چې باید د اختلاف پر ټکو بحثونه وشي او ژر تر ژره حل کړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت همدا راز وایي چې د قطر، ترکیې او افغانستان تخنیکي ټیمونه په ګډه کار کوي څو وکړی شي رامنځ ته شوي خنډونه له منځه یوسي او د هوکړې نهایي کېدو ته لار هواره کړي.





