ګوتریش وایي، د اوکراین جګړې پۀ اړه نیږدې وخت کې د اوربند څرک نشته   

0
157

ګوتریش وایي، د اوکراین جګړې پۀ اړه نیږدې وخت کې د اوربند څرک نشته 

هغه ډاډ ورکړی چې د جګړې د پای لپاره به د ملګرو ملتونو هڅې روانې وي. په ورته وخت کې د اوکراین په ګڼو ښارونو کې د روسیې او اوکراین جګړه شدیده شوې ده او اوکرایني حکومت ادعا کړې چې روسان یې یو ځل بیا له خارکېف په شا کړي دي.

(2022 / 5 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وايي په نږدې وختو کې په اوکراین کې د جګړې د درېدو څرک نشته دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی هڅه کوي د اوکراین جګړه ژر ختمه شي، خو په نږدې وختو کې د ختمېدو کوم څرک نشته.

د ګوتریش په وینا ارو مرو به د اوکراین جګړه ختمېږي خو په روان وضعیت کې هېڅ لوری هم د اوربند او یا هم د جګړې د کمېدو لپاره تیار نه دی.

اړوند موضوعات:

م.م: د اوکراین جګړه ګټونکی نه لري، باید ودرول شي

Leave a reply