م.م: د اوکراین جګړه ګټونکی نه لري، باید ودرول شي

امریکا وایي ددې امکان شته چې روسیه د ډېر فشار له امله د کیمیاوي او اټومي وسلو کارونې ته مخه کړي. المان بیا تازه ویلي چې پر روسیه یې بندیزونه موثر و او دوی پر دې لارو چارو فکر کوي چې د روسیې پر انرژۍ د اروپا اتکا په بشپړه توګه ختمه کړي.
( 2022 / 3 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اوکراین کې لا هم شدیدې جګړې روانې دي او بېلو اړخونو تازه څرګندونې لرلې دي.
امریکا وایي ددې امکان شته چې روسیه د ډېر فشار له امله د کیمیاوي او اټومي وسلو کارونې ته مخه کړي. المان بیا تازه ویلي چې پر روسیه یې بندیزونه موثر و او دوی پر دې لارو چارو فکر کوي چې د روسیې پر انرژۍ د اروپا اتکا په بشپړه توګه ختمه کړي.
بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوینو ګوتریش بیا د اوکراین جګړه خونړۍ او اوږده بللې او په خبره یې دغه جګړه به ګټونکی ونه لري.
د ګوتریش په خبره له همدې امله روسیې ته په کار ده چې خپل ځواکونه په شا کړي او ددې نه ګټل کېدونکې جګړې لمبې ګل کړي.