افغان حکومت د الجزیرې د خبریالې وژنه غندلې ده

افغان حکومت د الجزیرې د خبریالې وژنه غندلې ده
د راپورنو له مخې د الجزیرې تلوېزيون خبریاله شیرین ابو عاقله نن چهار شنبه د راپور ورکولو پر مهال اسرائیلي ځواکونو له لوري په ډزو سره ویشتل شوې ده.
(2022 / 5 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو وزارت په فلسطین کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د الجزیرې تلوېزيون د خبریالې شیرین ابو عاقلې وژنه غندلې٠
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسرائیلي ځواکونو د بیان پر ازادۍ برید کړی.
د راپورنو له مخې د الجزیرې تلوېزيون خبریاله شیرین ابو عاقله نن چهار شنبه د راپور ورکولو پر مهال اسرائیلي ځواکونو له لوري په ډزو سره ویشتل شوې ده.






