امریکا د افغانستان او اوکراین پۀ اړه ناسمې څرګندونې کړې دي

0
86

امریکا د افغانستان او اوکراین پۀ اړه ناسمې څرګندونې کړې دي

استخباراتي چارواکو دا اعتراف پرون شپه د امريکا د سنا جرګې د وسله والو خدمتونو کمېټې ته په خبرو کې کړی دی. د امريکا د استخباراتي ادارو وړاندوينه دا وه چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د پخواني ولسمشر محمداشرف غني حکومت لږ تر لږه د څو مياشتو لپاره مقاومت کولی شي.

 

(2022 / 5 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امريکا استخباراتي چارواکو منلې چې د افغانستان او اوکراين د جګړو په اړه يې ناسمې وړاندوينې کړې وې.

استخباراتي چارواکو دا اعتراف پرون شپه د امريکا د سنا جرګې د وسله والو خدمتونو کمېټې ته په خبرو کې کړی دی. د امريکا د استخباراتي ادارو وړاندوينه دا وه چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د پخواني ولسمشر محمداشرف غني حکومت لږ تر لږه د څو مياشتو لپاره مقاومت کولی شي.

د اوکراين په اړه بيا د امريکا استخباراتي ارزونه دا وه چې روسيې به يې د څو ورځو په موده کې پر پلازمېنې ولکه ټينګه کړي. تازه د يادو ادارو چارواکو ويلي چې په دواړو مواردو کې يې اټکلونه ناسم وو.

د امريکا د سنا جرګې د وسله والو خدمتونو کمېټې دا غونډه ځکه را بللې وه څو مالومه کړي چې د هيواد استخباراتي ادارې يې په دې برخو کې د دقيقو ارزونو لپاره اصلاحاتو ته اړتيا لري او که نه.

Leave a reply