پخواني د پي ټي آیی حکومت سي پیک د پام غورځولې وو: احسن اقبال

0
74

باغي ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې راتلونکې بجټ به د ځوانانو بجټ وي، هغه وایی چې به دې بجټ کې به د ځوانانو لپاره تربيتي منصوبې راوړلې شي۔

لندن ته په رارسېدو سره ميډيا سره خبرو کې احسن اقبال وويل پخواني حکومت سي پیک له پامه غورځولی وو،هغه زیاته کړه چې عمران خان سي پیک د ځنډ ښکار کړې وو خو اوس به په هره 15 ورځو کې د سي پیک د جائزې غونډه کیږي چې د سي پیک د منصوبو ته کتنه وشي او په دې غونډو کې به د کمپنیو ستونزې هوارې شي.
احسن اقبال اوویل چې په ترجیحی بنیادونو به د سی پیک پروژو امنیت نور هم ښه او قوي کړې شي چې دا لویه پرمختیایی منصوبه زر بشپړه شي. احسن اقبال وويل تېر حکومت په پرمختيايي بجټ کې لويې کمي کړي او پرمختيايي بجټ يې ٥٠٠ اربه ته راکم کړى، راتلونکې بجټ به د ځوانانو بجټ وي او د ځوانانو لپاره به تربیتي پروژې راوړل شي.

Leave a reply