د پاکستان ملي فوځ او ملکي ادارو په ضد بې ځایه او بې بنیاده نیوکې

0
141

باغی ټي وي رپورټ
په اوسني سیاسي وضعیت کې پر پوځ بې بنسټه تورونه، بې بنسټه منفي تبلیغات روان دې چې په عام اولس کې د پاکستان فوځ او نور ملکی ادارو پره ضد کرکه خپروي.
د باغي ټي وي د راپور له مخې د عمران خان په ضد د عدم اعتماد د تحريک له کاميابۍ وروسته د پي ټي ائي سوشل ميډيا ټيمونو او د پي ټي ائي مشرانو د پاکستان په ملي امنيتي ادارو نيوکې کړي دي، دا نیوکې وس هم دوام لري .
بل اړخ ته دا خبره هم حقیقت دې چې د پاکستان پوځونه د هېواد د دفاع لپاره په پولو کې موجود دي ،تراوسه پورې د ترهګرۍ په ضد جهګړه کې د پاکستان فوځ په زرګونو شمیر کې سرتیرو او فوځي افسرانو د ملک د ساتنې لپاره د ځان او مال قرباني ورکړې ده.

د پاکستان پوځونه د پاکستان له دښمنانو سره مقابله کوي او د هېواد لپاره قربانۍ ورکوي، هره ورځ د پاکستان د پوځ ځوانان او افسران د ترهګرۍ په ضد جهګړه کې په شهادت رسېږي او د دوی سپېڅلې وينې په سپېڅلې خاوره کې بهېږي.
د پاکستان پر ضد په عوامي غونډو او ويناوو کې د پاکستان تحریک انصاف مشرانو او نورو کارکوونکو له لوري بې ځایه نیوکې او پروپیګنډې پیل شوي دي.
په سوشل ميډيا باندې د پوځ په ضد ټرېنډ چلېږي چې دې سره په عام اولس کې د ادارو په ضد د خلقو نفرت زیاتیږی او په ملک ې د جهګړې اندیښنه ده.
بل اړخ ته که اوګورې نو هر څوک پوهيږي چې پاک پوځ د دې وطن رښتينی ساتونکی دی، دا پاک پوځ دی چې په هر سخت وخت کې يې مرسته کړې، که په هیواد کې زلزله، سېلاب یا بل کوم قدرتي آفتونو راغلي نو د پاکستان فوځ د ولس مرسته کړې او په سخت وخت کې ی دوی سره ترڅنګ ولاړ دي.
دا د پاکستان پوځ دی چې د وطن د سرحدونو دفاع ی کړې ، کوي ی او د خلکو خدمت ته ی هم دوام ورکړي دې.
هم دا وجه ده چې د پاکستان پوځ د پاکستان د خلقو په زړونو کښېدې، هم دا د اولس پاک فوځ سره مینه د پاک پوځ اصلي قوت دی، بهرني دښمنان تل دغه رښتینې اړیکې په نښه کوي، په ملي ورځپاڼو کې هم د پاکستان د پوځ په ضد بیانونه نشر شوي دي، ددې بیانونو د پاکستان فوځ ویاندې ادارې رد او غندنه کړې ده.
د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرل بابر افتخار وئيلي دي چې له ولس او سياسي ګوندونو نه غوښتنه ده چې پوځ دې سياست ته نه راکاږي،هغه وایی چې فوځ په سیاست کښې هیڅ کار نه لري او فوځ د سیاست څخه ې پاتې کېدل غواړي.

د پاکستان فوځ په ضد داسې سازشونه او بیانونو منفي اثر په ملکی ورځپانړو کې نشر شوې دې او ددې نقصانان او خطرې هم نشر شوي دي ، د فوځ ویاند وایی چې داسې بې بنیاده تورونو به هیڅ کله هم و نه زغمل شي او نه به ددې بد کار اجازه ورکړل شي.
د پاکستان د پوځ پر ضد منفي پروپیګنډه کوونکي په حقیقت کې د هېواد د دښمنانو ملاتړ کوي، چې دښمن کوم کار نه شی کول نو هم دا خلق ی ورله کوي او په ملک کې ګډوډي رامنځ ته کوي چې دښمن ته ګټه وشي.
د پخواني حکومت هغه مشران چې په ملي ادارو او فوځ نیوکي کوی باید دوی اولس ته خپل د درې کالو کار او پرمختګ مخې ته کړي، دوی له په کار دي چې په عام اولس کې د ملي ادارو په ضد نفرت او کرکه خپره نه کړي بلکه خپل د تیرو درې کالو پرمختګ او کار اوښایی.

Leave a reply