برېښنا شرکت د دوو ویجاړو شویو پایو څخه، د یوې د جوړېدو خبر ورکړی دی

شرکت ویلي، له دوو ویجاړوشویو پایو یې یوه په بشپړه توګه رغولې او د دویمې ستنې پر جوړېدو هم لګیا دي.
شاوخوا دوې اونۍ وړاندې ناپېژاندو کسانو په سالنګ کې د برېښنا دوې ستنې ویجاړې کړې، چې له امله یې د کابل په ګډون ۱۱ ولایتونه له برېښنا بېبرخې شول.
(2022 / 5 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې په سالنګ کې یې د برېښنا یوه ویجاړهشوې ستن رغولې او د دویمې پر جوړېدو یې هم چټک کار روان کړی دی.
شرکت ویلي، له دوو ویجاړوشویو پایو یې یوه په بشپړه توګه رغولې او د دویمې ستنې پر جوړېدو هم لګیا دي.
شاوخوا دوې اونۍ وړاندې ناپېژاندو کسانو په سالنګ کې د برېښنا دوې ستنې ویجاړې کړې، چې له امله یې د کابل په ګډون ۱۱ ولایتونه له برېښنا بېبرخې شول.
ویل کېږي، چې د دغو پایو پر بیاجوړېدو تر ۱۰۰ زرو ډالرو لګول کېږي.
دا څو یم ځل دی، چې د برېښنا ستنې د ناپېژاندو کسانو لخوا په بمونو الوځول کېږي او د کابل په ګډون د شاوخوا ولایتونو برېښنا پرې کېږي.