امریکا له اوکراین سره څلوېښت میلیارده ډالر مرسته کوي

0
160

امریکا له اوکراین سره څلوېښت میلیارده ډالر مرسته کوي

دا د امریکا تر ټولو ستره مرسته ده چې اوکراین ته ځانګړې کېږي. امریکايي رسنۍ وایي دا ځل امریکا پرېکړه کړې چې ارو مرو باید د اوکراین جګړه اوکرایني وګړي وګټي او بایډن کانګریس ته ویلي چې دغه مرسته ژر تر ژره تایید کړي.

 

(2022 / 5 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا له اوکراین سره څلوېښت میلیارده ډالر مرسته کوي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا کانګریس د هغه څلوېښت میلیارده ډالر مرستې په اړه بحث کوي چې تازه د امریکايي حکومت له لوري اوکراین ته ځانګړې شوې ده.

دا د امریکا تر ټولو ستره مرسته ده چې اوکراین ته ځانګړې کېږي. امریکايي رسنۍ وایي دا ځل امریکا پرېکړه کړې چې ارو مرو باید د اوکراین جګړه اوکرایني وګړي وګټي او بایډن کانګریس ته ویلي چې دغه مرسته ژر تر ژره تایید کړي.

دا مرسته به د اوکراین له نظامي او ملکي برخو سره کېږي. د امریکا د کانګریس مشرې نانسي پلوسي هم ټینګار کړی چې وخت کم دی، باید مرستې ژر تایید شي او تر اوکرایني وګړو دې ورسول شي.

Leave a reply