په افغانستان کې لس میلیونه ماشومان له لوږې ځورېږي
په افغانستان کې لس میلیونه ماشومان له لوږې ځورېږي
د ماشومانو د خوندیتوب دغه نړیواله اداره وایي که نړیوالې مرستندویه موسسې په وخت د افغان ماشومانو لاسنیوی و نه کړي نو ددې احتمال شته چې ګڼ ماشومان د لوږې له امله تلف شي.
(2022 / 5 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې لس میلیونه ماشومان له لوږې ځورېږي. د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې وچکالۍ، د اوکراین جګړې، کډوالۍ، افغانستان کې اوږدو جګړو، بېکارۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
سرچینه کاږي چې همدا اوس په افغانستان کې ۹،۷ میلیونه افغان ماشومان له لوږې سره لاس او ګرېوان دي او د نړیوالو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
د ماشومانو د خوندیتوب دغه نړیواله اداره وایي که نړیوالې مرستندویه موسسې په وخت د افغان ماشومانو لاسنیوی و نه کړي نو ددې احتمال شته چې ګڼ ماشومان د لوږې له امله تلف شي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې هم راغلي وو، چې شاوخوا شل میلیونه افغانان همدا اوس له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.