ټام ویسټ ویلي، د افغانستان نوی حکومت دې په لاس ورغلی فرصت نه ضایع کوي 

0
80

ټام ویسټ ویلي، د افغانستان نوی حکومت دې په لاس ورغلی فرصت نه ضایع کوي

نوموړي د کنګل شوو شتمنیو په اړه ویلي چې د امریکایي محکمې تر پرېکړې وروسته به یې برخلیک روښانه شي. وېسټ ټینګار کړی چې دوی د افغانانو له حقونو دفاع ته ادامه ورکوي او ددې چارې د عملي کولو لپاره د فشارونو راوستلو ته تیار دي.

(2022 / 5 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي د افغانستان نوی حکومت دې په لاس ورغلی فرصت نه ضایع کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ په امریکا کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، افغانانو ته یو فرصت په لاس ورغلی چې په امن او ثبات کې ژوند وکړي او په مخه کې ښه راتلونکې ولري، نو ځکه دې دغه فرصت نه ضایع کوي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې لا هم په قطر کې د دوی استازي له افغان لوري سره پر مسایلو خبرې کوي او هڅه کوي نوی حکومت له خپلو وروستیو اقداماتو را وګرځوي.

وېسټ دا منلې چې افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي خو زیاتوي چې په دغه هېواد کې به بانکي سیستم بېرته جوړ شي، د خلکو اقتصاد به وده وکړي ځکه امریکا له افغانانو سره مرستو ته ژمنه ده.

Leave a reply