د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغانستان کې ځينې ناروغان د درملو د نشتوالي له کبله تلف کيږي

0
156

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغانستان کې ځينې ناروغان د درملو د نشتوالي له کبله تلف کيږي

د افغانستان د ا.ا د عامې روغتيا وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. د يادونې وړ ده چې افغانستان کې د ا.ا تر واکمنيدو وروسته او د لويديځو هيوادونو له لوري د مرستو د يو دمي بنديدو له کبله د نورو سکتورونو تر څنګ د روغتيا سکتور هم زيانمن شوی دی.

(2022 / 5 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغانستان کې ځينې ناروغان د درملو د نشتوالي له کبله تلف کيږي.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې په یوه لنډ راپور کې لیکلي چې د روغتیايي سیسټم دړې وړې کېدو تر ټولو ډېر زیان ښځو ته اړولی دی.

د راپور په یوه برخه کې هغو مواردو ته اشاره شوې، چې د درملو د نشتوالي او د درملنې د امکاناتو د کموالي له کبله د افغانستان په ځینو برخو، په ځانګړي ډول غزني او غور کې ځینې کسان مړه شوي دي.

Leave a reply