د میر جعفر اشاره زما شهباز شریف ته ده: عمران خان

0
223

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان وئيلي دي چي دا د یو ملک وزیراعظم لپاره د شرم خبره ده چي بهر ته لاړ شي او قرضونه وغواړي. عمران خان وایی چې زما په وخت کښي نريندرا مودي دا جرات نه وو چي زمونږ د فوځ خلاف خبري وکړي، عمران خان وایی چې زه شهباز شريف ته مير جعفر وایم.
په جهلم کې يوې جلسې ته په وينا کې عمران خان وويل چې که واک پريږدي نو دا به نوره خطرناکه وي. عمران خان اوویل چې ټول سیاسي ګوندونو په ګډه د پي ټي ائي په ضد په مينار پاکستان يوه وړه غونډه هم تابیا نه کړې شوه.
عمران خان وویل چې ډیس انفو لیب د پاکستان پوځ او زه په نښه کړل، ډونالډ لو د امریکا انډر سیکریټري زمونږ سفیر ته امر وکړ چې که عمران خان په بې اعتمادۍ کې لرې نه شي نو پاکستان به سخت وخت ولري، ډونالډ لو وايي که عمران خان لرې شي نو د هر څه بخښنه به وشي، عمران خان اوویل چې بیا ټوله دسیسه ترسره کیږي، له دې ځایه میر جعفر او میر صادق پکې برخه اخلي او د ۲۲ کروړه اولس ټاکل شوې وزیراعظم د یو سازش لاندې د څوکۍ لرې کړې شول.

Leave a reply