عمران خان یو تکبر کوونکې انسان دې: وزیرداخله

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیر داخله رانا ثناالله د پي ټي آیی په مشر عمران خان سخت ټکونه کړي او ویلي ی دي چې عمران خان یو ډیر لوی بد تکبر کوونکې انسان دې.
دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وايي شهباز شريف هيڅکله سپه سالار نۀ دى پاتې شوى، عمران خان بايد پوه شوى وي چې هغه غلطه خبره کړې ده نو اوس د شهباز شريف نوم اخلي.
د جيو نيوز پروګرام “آج شاهزيب خانزاده کے ساتھ” کښې د خبرو په مهال رانا ثنا وويل چې عمران خان يوه ورځ یوه خبره کوي نو بیا بله ورځ يې ردوي او نوې خبره کوي.
رانا ثناء الله وويل عمران خان غونډې وکړي او روانې دي، هيڅ فشار نشته. ده ووئيل ائي اېم اېف د ډيزل او پټرول بيعې په زياتولو ضد کوي او د تېر حكومت د تېروتنو له وجې عام اولس له سختو ستونزو سره مخ دې۔
ده دا هم وويل چې د پنجاب حکومت جوړ شو، کابينه به هم جوړه شي ، هغه زیاته کړه چې خپل مشر ته تلل زمونږ د ټولو لپاره اعزاز دی، نواز شريف به د صحت مسئلې سمولو وروسته بيرته راځي.
وزیر داخله اوویل چې نواز شريف خوش قسمته دی، هغه زیاته کړه چې نواز شریف چې څه فکر کول نو هم هغه وشول.
رانا ثناءالله وويل عمران خان ٢٥ زره کسان هم نه شي راوستلې ، هغه زیاته کړه چې که د پروپيگنډې په ذريعه انتخابات ګټلى شوې نو عمران خان به ٢٠١٣م کې هم گټلى واى، هغه مداخلت چې عمران خان ی په لټه کې دى اوس به نۀ وي، ټولې ملکي ادارې خپلې دندې په مخ وړي، وزیرداخله اوویل.




