راروان الیکشن کې به عمران خان په بشپړ توګه بهر شي: نواز شریف

0
219

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف وئيلي دي چې عمران خان به په راتلونکو انتخاباتو کښې په بشپړه توګه بهر شي او د عمران خان څخه به زمونږ ځان خلاص شي.

لندن کې ميډيا سره خبرو کې نوازشريف وويل شهباز شريف لندن ته راځي چرته چې به په مهمو چارو خبرې اترې کيږي.

ده ووئيل تېر حكومت د سر نه تر پښو پورې بحرانونه پېدا كړي دي او د عمران خان حكومت سياسي، اقتصادي او آئيني سماجي بحرانونه جوړ كړي دي۔

ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف زمونږ قومي كلتور تباه كړے دے٬ پاكستان په 70 كالو كښې په اول ځل دداسې کلچر لیدونکې دې.

نوازشريف وويل عمران خان داسې تباهي کړې ده چې مثال يې نشته، دالله شکر دې چې د عمران خان څخه خلاص شو، هغه زیاته کړه چې د عمران خان څخه به په راتلونکو ټاکنو کې په بشپړ توګه خلاص شو.

Leave a reply