د پاکستان فوځ د اولس او ملک د حفاظت ضامن دې: زیبا بختیار

0
100

باغی ټي وي رپورټ
پوځ د ملک او ولس د سلامتیا ضمانت ورکوي، سیاست دې وکړې شي خوسیاست دې په ه پاک پوځ باندې و نه کړې شي. د دې خیالاتو څرګندونه مشهورې هنرمندې زیبا بختیار په خپل ویډیویي پیغام کې کړې، زیبا بختیار ویلي چې دا هغه فوځ دې چې پاکستاني قوم په دې فخر او ویاړ کوي.
دسرچينو له مخې دزيبا بختيار يوه ويډيو وائرل شوې ده چې پکې هغې خپل پيغام شريک کړى دى، زيبا بختيار وايي دا هماغه دپاکستان پوځ دى چې دهېواد او ولس دامنيت ضامن دى.

زیبا بختیار وايي، ځینې سیاستوال د خپل سیاست په پلمه د پاکستان پوځ په نښه کوي، باید داسې ونه کړي، د پاکستان پوځ په هر حالت کې د ملت تر څنګ ولاړ دی او د ولس د ارمانونو ترجمان به وي.
زیبا بختیار وايي، مونږ باید د هیڅ ملي ادارې، په ځانګړې توګه د پاکستان د پوځ په اړه چې یوه منظمه اداره ده، پر ضد نه شو او بې ځایه او بې بنیاده تورونو په پاک فوځ و نه لګوو.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د پاکستان د پوځ د متقاعدو(ریټایرډ) افسرانو د عمران خان په پاک فوځ تورونو او بې ځایه نیوکو ته غبرګون ښودل شوى او د عمران خان په دې بیانونو ریټایرډ فوځي افسرانو سخت نیوکې کړي او دې بیانونو ته ی غبرګون ښودلې دې.
………………………………

Leave a reply