د آلمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی

0
107

د راپورونو له مخې په کابل کې د آلمان د سفارت مرستیال ستیفن شنیک له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په سیمه کې پر روانو اقتصادي او سیاسي مسایلو خبرې شوې دي.

(2022 / 5 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د آلمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی.

د راپورونو له مخې په کابل کې د آلمان د سفارت مرستیال ستیفن شنیک له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په سیمه کې پر روانو اقتصادي او سیاسي مسایلو خبرې شوې دي.

ښاغلي کرزي په دې لیدنه کې ویلي چې افغانستان او المان د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې لرلې دي او ددې اړیکو پر پراختیا او لا پياوړتیا ټینګار شوی دی.

Leave a reply